• سپتمبر 19, 2024

نظــرتاسې مجاهدین د خلقیانو ټنډې ور مچ کړئ

نظرمحمد مطمئن

د عزیز واده و، زه هم د غزني اندړو ولسوالي ته ورغلی وم، عزیز زما د ملګری مرحوم قاضي نجی الله زوی و.

څو ورځې وړاندي د غزني پخوانی والي قاري بابا وژل شوی و، ما (محمد زمان مزمل) وویل چې متاثره یم، چې دلته داسي لویه پېښه شوې او قاري بابا وژل شوی.

هلته ډیر علماء او د اندړو سپین ژیرې ناست وو، مولوي مطیع الله اخوندزاده را ږغ کړ:

“مزمل صاحب! له پېښوره راغلی یې، د سیمې له حالاتو خبر نه یې، او بیا په دا ډول درانه مجلس کې وایې چې د قاري بابا په مرګ متاثره یم، ته خبر یې چې هغه څه کول؟

هغه دلته په کلیو کې د امریکایانو سره د مرستي پوستې جوړولي، همدوی به بیا دلته زموږ کورونه تالاشي کول، او زموږ خلک به یې را وژل.

ته خبر یې، چې امریکایانو کوم کلي باندي چاپه اچوي هغوی څه کوي؟ کور ته ننوځي، د ښځو او ماشومان هیڅ خیال نه ساتي، او د دوی د چاپو له ویري ښځېو له یوه کوره بل کور، او له هغه دوېم کوره بیا درېم کور ته ځي، تر څو ډله شي او د امریکایې پوځیانو د تالاشي له ځایه لیري پاتې شي.

مزمل صاحب! تاسي (مجاهدین) د خلقیانو ټندې ور مچ کړئ، هغوی خو ښه وو، افغاني غیرت یې درلود، چې کله به شوروي پوځیانو په کلي چاپه واچوله، او غوښتل به یې چې د کوم افغان کور ته ورننوځي، نو خلقیان به د هغه کور دروازي مخې ته ورته ودرېدل، شوروي پوځیانو ته به یې وویل: تاسي دې کور ته نه شئ ور ننوتلای، دا زموږ د کتلور، دود او رواج مخالف کار دی، په هیڅ صورت د کور انګړ ته داخلیدای نه شئ.

خو اوس چې امریکایان راغلي، کله چې پر کلي چاپه واچوي، هر کور ته چې یې زړه شي ور ننوځي، کله چې د کور دروازه په بمونو الوځوي، افغان پوځیان یې ننداره کوي، او کله د امریکایې پوځیانو تر شا د هغوی د ساتنې لپاره ولاړ وي.

ډیره بده لا داده چې کله امریکایان کوم کور ته ننوځي، افغان پوځیانو ته اجازه نه ورکوي چې له دوی سره یو ځای هغه کور ته ننوځي، نو ځکه خو د خلقیانو د هغه وخت دا غیرت چې شورویان یې کورونو ته نه پريښودل، د دې وړ دي چې تاسي یې ټندۍ مچ کړئ.”

عزیز بیا وروسته پر بهرنیانو سرتیری برید وکړ، او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته واړوله، عزیر په کویټ کې زده کړې کړي وي، د هغه د واده یو کال لا نه و پوره شوي، او د واده په ورځ یې نوی کالي هم نه و اغوستي.

مزمل صاحب وایې: عزیر ته مې وویل چې خوشالې ده، ستا په ژوند کې دا ورځ بیا نه تکراریږي، ورشه نوي جامې او واسکټ واغونده. خو عزیز د سترګو په نرم قهر کې راته وویل: “مزمل صاحب! کومه خوشالي؟ تاسي نه ګورئ چې امریکایان زموږ کورونو ته ننوځي!”

بس همدومره خبره وه، زه (مزمل) یې پوه کړم، چې دا کار نه کوي.

عزیز د وروستی ځل لپاره په کویټ کې خپل پلار (قاضي نجی الله) ته ټلیفون وکړ، ویې ویل: “پلاره! په ژوند کې ستا په ښه درنغلم، دعا راته وکړه، کیدای شي د اخرت په ورځ دي په ښه درشم.”

پلار یې ورته وویل: “بچیه! بیا خو به دي ماته ویل چې واده مې نه وای درته کړی. ”

عزیز وویل: “پلارجانه! له حیا مې دا خبره درته نه شوای کولای. ماته دعا کوه، په هغې دینا کې به سره وینو. ان شاء الله”
همدومره یې وویل، او د ورځې په اخر کې یې پلار خبر شو چې عزیر پر امریکایانو برید کړی.

عزیز د لیکوال مجید قرار سکه د کاکا زوی و، او مولوی مطیع الله اخوندزاده صاحب د مجید قرار پلار دی، چې تر اوسه لا پر خپل هوډ او همهغه فکر پاتې او په غزني کې پر خپل زیار او لاسونو، ور پاتې اولادونو ته حلاله روزي ګټي، ویل کیږي چې هغه یوناني طبابت هم کوي.

ګران ولسه! نور به له دي وروسته ان شاء الله، د کوم افعان کور ته امریکایې پوځیان د تالاشي له پاره نه ور ننوځي، د بهرنیو پوځیانو د وتلو تړون به د فبروري پر ۲۹مه لاسلیک کیږي، بیا به د ولس د کورونو دروازې د امریکایې پوځیانو لخوا پر بمونو نه الوځول کیږي، او د شپې به د بنګنو (د څار او برید الوتکو) له ږغ ویره نه وي.

د فبروري ۲۳مه ۲۰۲۰

تېر شوي مطالب ولولئ

د ۲۰۲۱ کال خاطره او د ازادۍ سهار

نوي مطالب ولولئ

احمد شاه بابا

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور