• سپتمبر 19, 2024

په جلال بنسټ کې د افغانستان د ادبیاتو او نثر اړوند ناسته وشوه

په جلال بنسټ کې د حافظ انس حقاني په مشري د افغانستان د ادبیاتو او نثر د غښتلتیا په اړه د هېواد له مشهورو لیکوالو او شاعرانو سره مشورتي ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د علومو اکاډمي یو شمېر غړیو، د کابل پوهنتون استادانو او ازادو لیکوالو او فرهنګیانو ګډون درلود. په پیل کې د جلال بنسټ په استازیتوب عبدالستار سعادت مېلمنو ته هرکلی ووايه او بیا یې د بنسټ څانګې او فعالیتونه تشریح کړل.

ښاغلی عبدالستار سعادت

ورپسې د دې ناستې د رابلل کېدو مقدمه محمد علیم بسمل ولوسته او بیا تر معرفت وروسته د ګډونوالو د نظرونو
اورول پیل شول.

محمد علیم بسمل

په پيل کې دوکتور نورالحبیب نثار خبرې وکړې، دغسې را ټولېدنې يې اغېزناکې وبللې او و یې ویل چې افغانستان د سوژو سیمه ده او باید خلک لیکلو ته وهڅول شي چې خوندي یې کړي. دغه راز یې د ليکل شویو کتابونو په چاپ کې له لیکوالو سره د لاسنيوي خبره هم وکړه، ده وويل: «په سوشیل ميډيا کې چې څه خپرېږي، که ټول مثبت نه وي هم د خلکو لیکل ورسره ښه کېږي. د ټولنیز اخلاقي نظام تقویې ته کار په کار دی او بل دا چې د خلکو فکرونه او ذوقونه وروزو، که موږ له پردي فرهنګي یرغل سره یوازې د «بندیزونو» له میتوده کار اخلو، نه شو بریالي کېدای، باید د هر شي بدیل ولرو. همدا اوس موږ تیاتر او سینما ته ضرورت لرو، ډرامې او دغسې نور شیان په کار دي.»

اکاډمیسن دوکتور محي الدين هاشمي وويل، په دې شرایطو کې دغسې تجمع ته زمینه مساعدول لوی کار دی، زیاته یې کړه:«د مرحوم حقاني صاحب فرهنګ‌پالنه موږ په سترګو لیدلې ده. اوس پښتو د تولید ژبه هم ده، پخوا به یوازې ژباړې ورته را کېدې، په اکاډمي او پوهنتون کې هم کار روان دی، خو یو څه ترتیب او تنظیم ته ضرورت دی، د چاپ شرايط محدود دي.»

ليکوال او سياسي شنونکي ذاکر جلالي وويل، طبيعي ده چې په ټولنه کې به د شعر مینه‌وال هم وي او د نثر، دا طبيعي پرېښودل په کار دي: «اوسني نثر ته زه په مثبته سترګه ګورم، زما په نظر په تاریخ کې به دومره نه و غني شوی، خو باید سټيج ورکړل شي، ځوانان پکې مطالعې وهڅېږي او د دې لپاره دا رنګ بنسټونه ښه ادرسونه دي. که یو معياري ژورنال وي، مثلا ښه سایټ ورته جوړ شي، نقد هم ولیکل شي، ټولنه به ژوندۍ شي.»

ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ریئس دفتر لیکوال او شاعر عبدالله عزام وويل، ښه نثر هغه وخت لیکل کېدای شي چې ښه نثر ولوستل شي. تجربه او تکرار او مشخص وخت ورکول نثر غښتلی کولای شي: «ما پخپله په ۲۴ ساعته کې په ځان لازمه کړې چې یو څه وخت لیکلو ته ورکړم، په ډېر کم وخت کې ضخيم کتاب وژباړه. د لیکوالي وخت بل شي ته نه ورکوم، په دې کتاب مې هم یوازې د سهار له لمانځه وروسته کار کاوه.»

حافظ انس حقاني وويل، له اهل ذوقو سره ناسته او مشورې هم پر لیکوالي ښه اغېز لري: «دغسې ناستې به نورې هم جوړوو، د هېواد په کچه د دغسې لویو لیکوالو نظرونه به په کتابي بڼه هم را ټولوو. زموږ ټولو مسوولیت دی چې خپل ارزښتونه راتلونکي نسل ته ور انتقال کړو او د ملي حقارت له احساسه یې را وباسو.»

ښاغلي حقاني استاد شهرت ننګیال ته چې هغه هم د غونډې ګډونوال و، په اشاره وويل: «زموږ و تاسې په کلتور کې داسې عرفي ارزښتونه شته چې د مذهبي متابعت تر څنګ ورباندې عمل کېږي او د ستونزو په حل و فصل کې زبردست کار ورکوي. ننګیال صاحب په [په دوولس ګرامه ماغزه] کتاب کې د دې ډېر مثالونه راوړي دي.»

د انځور ښې خوا ته ننګیال صاحب

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خيرخواه وويل، دغسې بحث دې له شعر سره په مقایسه کې نه مطرح کېږي، شعر پخپله هم ارزښت دی. ښاغلي خیرخواه وويل چې د خلکو د ذوق روزنې ته دې پام واوړي او د کتابونو د چاپ میکانیزم دې جوړ شي: «د اندلس تاریخ ته چې وګورو د علومو د رشد علت دا و چې هلته ادبي ذوق ډېر عام و. جلال بنسټ دې د ادبي ذوقونو په روزنه ډېر تمرکز وکړي، ادبیاتو ته کم کسان د ذوق له لارې ورځي او ډېری د کانکور؛ نو چې ادبي ذوق نه لري، علمي نثر یې هم ټکنی کېږي. یوازې د ښه نثر لوست مو نثر نه ښه کوي، ډېر محصلان شته چې د طبيعي علومو مضامین په انګليسي لولي، ځکه په پښتو یې لیکنه ښه نه ده شوې. ما ذاکر جلالي صاحب لیدلی چې د حقوقو محصل و، مګر د استاد اسدالله غضنفر [د نثر لیکلو هنر] کتاب به یې ګرځاوه، اوس ښه نثر لیکي.»

  لطف الله خيرخواه او مولوي صبغت الله وصیل

د پوهنې وزارت علمي غړي مولوي صبغت الله وصیل وويل، د شعر او نثر تعادل او توازن نه دی ساتل شوی: «په اسلامي تاریخ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ادبي او علمي مسابقو کې د شاعر تر څنګ خطيب هم درلود، د بنو تمیم قبیلې چې مسابقې ته وړاندیز وکړ، پيغمبر علیه السلام په شاعري کې حسان بن ثابت ور مخې ته کړ او د نثر او بحث لپاره یې د هماغه مهال خطيب. دا اوسنۍ غونډه ښه اقدام دی، موږ د نثر په برخه کې له فقر سره مخ یو، د علامه ندوي صاحب خبره چې موږ باید د فکري هجوم حالت ته راووځو.»

دوکتور عبدالقیوم زاهد مشواڼي وويل، که عاطفي او احساساتي متنونه ضرورت دی، خو علمي او معلوماتي نثر لا ډېره اړتیا ده: «په دسترخوان چې رقم رقم خوراکونه او مېوې ايښې وي، د وږي لپاره ځينې خواړه غذايي ضرورتونه وي، که ځينې مېوې و هم نه خوري، هومره ژر له مشکل سره نه مخ کېږي. په ژباړه کې سړی متوجه کېږي چې لا هم موږ د څومره اصطلاحاتو او کلمو بدیلونه نه لرو. ما د عبدالحی حبيبي کتاب [افغانستان بعد از اسلام] ترجمه کاوه، قصبه، ده، قریه او نورو کلمو ته مې انډولونه نه شوای موندلای.»

پوهاند دوکتور اجمل ښکلي وويل، استاد سعدالدین شپون به هم ځوانان نثر لیکلو ته هڅول، ځکه شعر ډېر مسوولیت نه لري: «په نثر کې باید خبره ولرې او بله دا چې سړی نرموي. استاد غضنفر داسې لیکوالي کړې چې په ځان نه پوهېږې خو نرمي یې درپکې پیدا کړې وي. د نثر د پياوړتیا لپاره ازادي ډېره مهمه ده. نثر پراخه موضوع ده، تاسې باید خپله علمي حوزه مشخصه کړئ. زموږ ملي هویت په تاریخي لحاظ غلام محمد غبار، علامه حبيبي او احمد علي کهزاد ډېر واضح کړ، تاریخ لیکنې ته پام وکړ. ۴۰ کاله کېږي موږ مؤرخ ورک کړی دی. د علم تولید کم دی، موږ باید نورو نسلونو ته تیورۍ انتقال کړو، جلال بنسټ دې د مناثرې لپاره زمینه برابره کړي چې ځوانان لکه په مشاعره کې چې شعرونه وړاندې کوي، دلته نثرونه ولولي.»

د کابل پوهنتون استاد ضیاءالاسلام شیراني وويل، ژبه یوازې د افهام او تفهيم وسیله نه ده، هویت هم دی او خلکو ته باید پوهاوی ورکړل شي: «د دې تر څنګ دې د پښتو لیکدود ستونزه حل شي، هر څومره وخت چې نيسي خو باید اقدام ورته وشي. په بنسټ کې تاسې باید مشخص بحثونه ټارګيټ کړئ، کتاب لوستنې ته توجه وکړئ او په کتابونو لیکل وشي.»
د کابل پوهنتون بل استاد محب الله ترابي وويل، تحقيقاتي او هنري لیکنې باید سره بېلې شي او مشخص کار وشي، په علمي نثر کې استدلال عقلاني وي او په هنري هغه کې عاطفي: «خاطرې باید ولیکل شي، دلته رقم رقم حالات تېر شوي، هم به تاريخ خوندي شي او هم به نثر غښتلی شي. زما د پلار د ملګري د ۱۳۵۷ کال خاطره ده، ما ته یې ويل ته پوهېږې چې ولې محب الله نومېږې؟ ما ويل نه! ويل یې زه، ستا پلار او یو بل کس ګډ بندیان وو، بیا یې هغه وايست او شهید یې کړ. ما او ستا پلار همالته نیت وکړ چې که خدای خلاص کړو او زامن مو پیدا شول، نوم به محب الله ورباندې ږدو. هغه شهید محب الله نومېده. زما جلال بنسټ ته وړانديز دی چې خلک را وغږوي او قلمبند یې کړي.»

د کابل پوهنتون بل استاد پوهنیار صلاح الدین مومند وويل، ليکنې باید انټرنيټ ته پورته شي او ګټورې ژباړې لازمې دي: «پردي اصطلاحات هم باید په معادلو وژباړل شي. په طبيعي علومو کې د کار مسوولیت د ادیبانو نه دی، بې وسه لیکوالو ته اثار ور چاپ کړل شي او د ماشوم ادبیاتو ته کار وشي.»
د علومو اکاډمي غړي نجیب الله نایل وويل: «دغسې بنسټونه په نورو هېوادونو کې هم شته، باید اړيکې ورسره ټينګې شي او Source center يعنې د سرچینو مرکز جوړ شي چې محصلان تحقیق پکې وکړای شي. دغه راز که د خطي نسخو په را انتقال او بیا نشر او لیکلو کار وشي، ډېر به ښه شي.»

د علومو اکاډمي بل غړي لیکوال او ژباړن شرر ساپي وويل، په رسنیو کې غلطې ژباړې کېږي او هغه مشهورېږي، ارواښاد بهاءالدین مجروح په فرانسوي يو کتاب د لنډیو په اړه ولیکه، بیا یو چا وژباړه، هلته چې خلکو لوستی و، هغوی ويلي وو چې د افغانستان په اړه موږ فقط د جنګ خبره اورېدلې وه. ښاغلي ساپي زیاته کړه: «په خامو موادو دې فکر وشي او لیکوالو ته د لیکلو لپاره ورکړل شي چې کتابونه پرې وليکي. تاريخي ناولونه ډېر مهم دي، موږ دغسې حالات ولیدل، اوس مو باید تر هر څه ډېر تاريخي ناولونه لرلای.»

د افغان فلم رييس جاوید افغان وويل: «موږ مسوولو چارواکو ته په تمه وو، خو ابتکار جلال بنسټ وکړ. د کمزورو لیکونکو لپاره دې د ليکوالي د لارښوونې زمینې برابرې شي. بنسټ دې د تېر شل کلن تاریخ خونديتوب ته هم پام وکړي. تاريخي مسایل که په تمثیلي بڼه وړاندې شي، ګټه لري. په مرکز او ولایتونو کې دې د مطالعې د پراختیا لپاره تګلارې جوړې شي.»
په پای کې د جلال بنسټ مشر حافظ انس حقاني د ټولو له راتګه مننه وکړه او وعده یې وکړه چې دغسې مسایلو ته به پام کوي او د ټولو په مشوره به مخکې حرکت کوي.

تېر شوي مطالب ولولئ

د محمد اشرف ملنګ په اړه ځانګړی مستند

نوي مطالب ولولئ

Mullah Sangeen fatih documentary film ملا سنګین فاتح مستند فلم

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور