• سپتمبر 16, 2024

احمد شاه بابا

ستر احمد خان درانی يا ستر احمد شاه بابا ابدالي په ۱۷۲۲ زکال کې زږېدلی او په ۱۷۴۷ز کال کې د افغانستان ټولواک شو. دی د ابدالي امپراتورۍ مشر او د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکی دی. ستر احمد شاه بابا د زمان خان زوی، د دولت خان لسمی او د سرمست خان کړوسی وو. د احمد شاه بابا مور مبارکه زرغونه نومېده، په خټه الکوزۍ وه. زرغونه آنا د هېواد د ستر تاريخ پياوړلې، نامتو، مدبره او پوهه ميرمن وه، چې په ډېری دولتي چاروکو يې خپل زوی ته مشورې ورکولې او له حالتو خبره افغان نوميالۍ وه. د احمد شاه بابا ورنيکه سرمست خان د شېر خان زوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی.

احمد شاه بابا ابدالي ته احمد شاه بابا دراني نوم هم اخېستل کيږي. د دراني کلمي په اړه وېکېپډيا ليکي، (حيات افغاني کتاب کې راغلي: «هغه وخت چې احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنگ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه.[۱۲] خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: «ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران (ملغرو کې ښه ملغلره) او خپلې قبيلې له دُرانی نوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله.»

دا چې ستر احمد شاه څنکه واک ته ورسېد په اړه مو لوستلي خو دلته د احمد شاه بابا د سياسي واک، واکمنۍ، جګړو او برياوو له ډلې د پاني پت په جګړه لنډه رڼا اچوو. د اوسني هندوستان پاني پت سیمې په تاريخ کې درې سترې جګړې تېرې کړې دي. پاني پت د هند پلازمېنې نوي ډيلي په نېږدې ۹۰کيلو مترۍ کې پرته سيمه ده چې اوس مهال په هرېنا نوم ايالت کې ده. د پاني پت درېيمه جګړه په ۱۷۶۱ ز کال د جنوري په ۱۴ نېټه پېښه شوه. دغه جګړه د مراټا امپراتورۍ او افغان ټولواک احمد شاه ابدالي ترمنځ وه. تاريخ کې د پاني پت جګړه د اتلسمۍ پيړۍ يوه ترټولو ستره او اغېز لرونکې جګړه لېکل شوې ده. دغه جګړې څو ورځې دوام وکړ چې له دواړو خواوو ۱۲۵ زره پوځيانو په کې برخه درلوده. که څه هم تاريخ پوهان د پاني پت درېيمې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه مخالف مالومات لري، خو ځينې شمېرې ښيي چې په دې جګړه کې له دواړو خواوو تر ۷۰ زره کسان ووژل شول او په لسګونه زره نور ټپيان، بنديان او ورک شول.

ځينو سرچينو په پاني پت جګړې کې د پوځيانو او تلفات شمېر په لاندې ډول ښوودلې دي:
۱- افغان اړخ:
– ۳۰ زره منظم لکښر يا آس سپاره؛
– ۱۵ زره غېر منظم پوځيان يا آس سپاره
– ۳۲ زره پلي پوځيان؛

تلفات:
– تر ۲۰ زره ټپيان او شهيدان شوي.

۲- مراټا اړخ:
– د سپارو او پلي پوځيانو شمېر يې ۵۰ زره ښوودل ليکل شوی.
تلفات:
– ۴۰ زره ووژل شول؛
– ۱۰ زره کسان ورک او ټپيان شول.

دغه جګړه د ستر احمد شاه بابا په مشرۍ او لارښوونه د افغانانو او په لويه کې د اسلامي لښکر په ګټه پای ته ورسېده.

د پاني پت په نوم فلم:
له تېرو دوه کالونو د هندوستان بالېوډ سېنما د پاني پت په نوم د يو فلم جوړلو طرحه او کيسه جوړه کړه چې اوس يې د نندارې شپې رانېږدې شوې دي. په پاني پت فلم کې مرکزي رول د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړي سنجي دت لوبولی دی. دی په کې د احمد شاه بابا رول تر سره کوي، خو په هغه ډول نه چې په حقيقت کې دی، بلکې د خپل هېواد او مراټا سره د شته احساس په اساس يې افغانان او احمد شاه بابا منفي، ظالمانه او تيري کوونکي رول او مراټا پوځ يې د مدافع، ساتونکو او مظلوم په توګه ښوودل شوي دي.

د پاني پت په فلم او د سنجي دت په منفي او يا مثبت رول سره د ستر احمد شاه بابا په شخصيت، رهبرۍ، اسلام او هېواد پالنې کوم اغېز نه راځي او نه هم په دې کارونو سره د نوموړي شخصيت او افغاني تاريخ او غيور ته زيان رسولی شي. خو په دې ډول کارونو سره هندي سېنما د اسلامي نړۍ سره دښمني کوي او د جګړې په ډګر د ښمن نېول شوي غنيمتونه د غلا او چور په نوم معرفي کوي.

ډاکټر نېک محمد ويال

تېر شوي مطالب ولولئ

نظــرتاسې مجاهدین د خلقیانو ټنډې ور مچ کړئ

نوي مطالب ولولئ

سيد جمال الدين افغان وپېژنئ

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور