• سپتمبر 19, 2024

افغانستان

د ملا محمد عمر مجاهد په ژوند او کارنامو لیکل شوی کتاب چاپ شو

د طالبانو د اسلامي غورځنګ د مؤسس ملا محمد عمر مجاهد په ژوند او کارنامو لیکل شوی مستند کتاب د ( ثالث عمر) په نوم تازه په تازه له چاپه راوتلی دی.

دغه کتاب چې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون د تاریخ د برخې د مسؤل لیکوال او شاعر ( قاري عبدالستار سعید) لخوا لیکل شوی، ویل کیږي چې د ملا محمد عمر مجاهد په اړه لومړنی مستند کتاب دی چې د لومړي لاس معلوماتي منابعو په اساس لیکل شوی او د طالبانو د مشر د ژوند ډیرې ناویلې خبرې په کې راغلي دي. د کتاب له محتوی څخه ښکاري چې معلومات یې د ملا محمد عمر مجاهد له کورنۍ، نږدې ملګرو، د طالبانو د رهبري شوری له غړو او نورو هغو کسانو څخه اخیستل شوي چې له ملا محمد عمر مجاهد سره یې د ژوند په بیلابیلو پړاوونو کې مخامخ رابطه او نږدې ملګرتیا درلوده.

د ( ثالث عمر) په نوم دا کتاب چې په ۵۲۰ مخونو کې په ښایسته ډیزاین او صحافت خپور شوی، په مقدمه، اتو فصلونو او څو ضمیمو مشتمل دی. چې مهم عنوانونه یې په لاندې ډول دي.

مقدمه: له عمره تر عمره، لنډ تاریخي سرګذشت

لومړی فصل: له زیږېدو تر ځوانۍ

دوهم فصل: د کمونیزم پر خلاف جهاد

دریم فصل: د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ ایښودل

څلورم فصل: د افغانستان اسلامي امارت

پنځم فصل: د امارت مقام او د امیر المؤمنین روزمره فعالیت

شپږم فصل: په افغانستان د امریکا پوځي یرغل

اووم فصل: د صلیبي یرغل په مقابل کې د جهاد تداوم

اتم فصل: تأثرات او خاطرې

او د کتاب د وروستۍ برخې په ضمیمو کې د ملا محمد عمر مجاهد ځینې مهمې ویناوې، پيغامونه او مرکې راغلي دي.

دغه کتاب چې د ملا محمد عمر مجاهد او طالبانو د اسلامي تحریک په اړه مهم اثر ګڼل کیږي، ویل کیږي چې د نورو ژبو ژباړه یې هم تر کار لاندې ده او په نږدې راتلونکې کې به یې عربي، فارسي، اردو او انګلیسي نسخې هم چاپ شي.

تېر شوي مطالب ولولئ

د کابل د فاتح شهید ملا بورجان ژوند لیک!

نوي مطالب ولولئ

د طالبانو د دوهم مشر ملا اختر محمد منصور په ژوند او مبارزې ليکلی کتاب چاپ شو.

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور