• سپتمبر 19, 2024

د طالبانو د دوهم مشر ملا اختر محمد منصور په ژوند او مبارزې ليکلی کتاب چاپ شو.

دغه کتاب د طالبانو د فرهنګي کميسيون د تاليف او ترجمې څانګې له لوري چاپ او خپور شوی دی.

په دې کتاب کې د نوموړي په شخصيت، د طالبانو د مشرۍ او د ژوند په بيلابيلو اړخونو ليکنې او تبصرې او تاثرات کښل شوې دي چې د نوموړي د شخصيت پيژندنې په اړه غوره کتاب بلل کيږي.

د کتاب مطالعه د ښاغلي منصور دڅو بعدیز شخصیت په پېژندنه کې موثر واقع کیدای شي.نو په همدې بنسټ خورا اړين او ارزښتناک بلل کیږي.

تر دې وړاندې د طالبانو لومړی مشر ملا محمد عمر مجاهد په شخصیت هم ورته کتاب ليکل شوی و.

دغه کتاب ښاغلي سيد شريف ترتيب کړی او د کتاب په اړه يې سرليکنه کړې ده چې ددې کتاب دښې پيژندنې له پاره يې لوستل اړين دي.

ښاغلی شريف په سرليکنه کې کاږي

درنو لوستونکو ستاسو په لاس کې کتاب دشهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه د بېلابیلو عالمانو، سیاسيڅېړونکو او لیکوالانو پرتاثراتو، خاطرو، څېړنو او ارزونو مشتمل دی.

موږ دخپلو اسلافو، مشاهیرو او غازیانو دژوند او کارنامو په اړهیا خو څه لیکلي نه دي اوکه مو لږڅه لیکلي، نو خلکو ته په رسولو کېیې موفق شوي نه یو. زموږ له همدې تشېڅخه دښمن سوء استفاده کړې، دتاریخي اوتحقیقيڅېړنو په عنوان یې زموږ دنومیالیو دشخصیت او کارنامو په اړه د یوه مثبت ټکي سره لس تورونه او تهمتونه یوځای کړي. زموږ داسلافو زرینې کانامېیې دتعصب او دښمنۍ له زاویو داسې سپړلې چې لوستونکي په ځانګړيډولځوان کهول د خپلو اتلانو پر شهکارونو سرچپه قضاوت ته هڅوي.

موږ دهمدې خلا د ډکولو د یوې وړې هڅې په توګه دصلیبيیرغل پر ضد دروان سپېڅلې مقاومت د دوهم رهبر اتل شهیدملا اختر محمد منصور صاحب دخدمتونو او ژوند په اړه همدغه ټولګه ترتیب کړه.

دغه کتاب دمنصور صاحب تاریخ نه دی، خو بې له شکه چې په منصور پیژندنه اوتاریخ لیکلوکې به یې مرستندوی واقع شي. مؤرخین او محققین په همدغه اثر کې دمنصور صاحب دشخصیت او کارنامو په اړه کره معلومات او دخپل وخت د پوهانو او څېړونکو تاثرات، معلومات او شننې موندلی شي.

دکتاب زیات مواد په مختلفو ویب پاڼو او مجلو کې د پلټنې په واسطه تر لاسه شوي او په کتاب کې د سایټونو دنشر له تاریخ سره سم اوډل شوي دي. مثلا کوم مطالب چې د۲۰۱۶\۵\۲۵مه، یا۲۶مه او یا۲۷مه په کومه پاڼه کې خپاره شوي په هماغه ترتیب په کتاب کې هم ځای شوي.

ددې کتاب لیکوالان دافغانستان او نړۍ په بېلابیلو سیمو او ښارونو کې اوسي، دامنیتي ملحوظاتو له امله یې لیکنې په مستعار نومونو خپرې کړې دي. موږ هم دا غوره وبلله چې دبیان او مطبوعاتو په حاکم یو طرفه او ظالمانه سانسور کې دهمدې قدرمنو لیکوالو مستعارو او فرعي نومونو ته ترجیح ورکړو.

کتاب دشهید امیرالمؤمنین تقبله الله له ژوند لیک پرته پر لاندې برخو ویشل شوی دی:

دکتاب په لومړيڅپرکي کې دشهید امیرالمؤمنین ویناوې، پیغامونه، داسلامي امارت اعلامیې، د شهید منصور صاحب دخدمتونو او شهادت په اړه دمشرتابه بیانونه او تاثرات اوډل شوي دي.

په دوهم څپرکي کې دشهید امیرالمؤمنین د زعامت او کارنامو او دجهادي صف دوحدت په اړه د بیلابیلو عالمانو، شنونکو او قلموالو تاثرات، شننې او څېړنې رایوځای شوې دي.

په دریمڅپرکي کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور دشخصیت، کارنامو او شهادت په اړه د بېلابېلو عالمانو او لیکوالو تاثرات، خاطرې،څېړنې او ارزونې دي.

پهڅلورمڅپرکي کې دمنصور صاحب دشهادت دلومړي تلین په مناسبت لیکل شوې مقالې اوتبصرې را ټولې شوې دي.
او په پنځمڅپرکي کې د شهید امیرالمؤمنین د شهادت ددوهم تلین په مهال دلیکوالانو او څېړونکو له خوا وړاندي شوي نظریات او معلومات راغونډ شوي دي.

په دې هیله چې الله تعالی همدغه کتاب راڅخه قبول کړي او دلوستونکو داستفادې وړیې وګرځوي.

والســلام

د کتاب د ښکته کولو له پاره لاندې پيوند تعقيب کړئ

https://archive.org/download/mansoor_doc/mansoor_book.pdf
https://ia601509.us.archive.org/11/items/mansoor_doc/mansoor_doc.docx

تېر شوي مطالب ولولئ

افغانستان

نوي مطالب ولولئ

د ملا اخترمحمد (منصور ) پیژندنه

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور