• سپتمبر 19, 2024

زموږ په اړه

بسم االله الرحمن الرحيم

تاریخي شخصیتونه د ملتونو سمبولونه وي، داسې چې د ملت جوړونې په عناصرو کې راځي او معنوي عمرونه یې تر جسمي هغو ډېر اوږده وي؛ داسې چې پېړۍ-پېړۍ د ډېرو نسلونو په حافظو کې مزل کوي. ځینې کسان نه یوازې دا چې د خپلې زمانې د تاریخ د مسیر بدلولو کې مهم رول لری، بلکې داسې شي لکه د زمان تابع چې نه وي، تر ځانه ډېر لرې زمانو کې د تاریخي حوادثو په شکل ورکولو او بدلون کې نقش لري. مولوي جلال الدین حقاني رح یو له همداسې څېرو څخه دی چې نه یوازې یې د دوه و جهادونو په بري کې یو استثنایي نقش ولوباوه، بلکې په راتلونکي کې به هم افغان ملت او د نړۍ هر آزادي غوښتونکي فکر لپاره بل مشال پاتې شي. له دې امله ځینو مخلصینو، مجاهدینو او فرهنګي شخصیتونو د دې لپاره چې د داسې یو ستر انسان د فکر پالنه په کې وشي او د ارمانونو د تحقق په برخه کې یې یو منظم فعالیت ترسره شي، د نوموړي په نامه یې د یوه بنسټ ډبره کېښوده او هغه بنیاد «جلال بنسټ» شو چې د ۱۴۰۲-۱-۲ نېټه یې د عدلیې وزارت څخه د فعالیت جواز صادر شو. د بنسټ مرکزي دفتر په کابل وزیر اکبرخان کې دی چې په راتلونکو کلونو کې به د زونونو په سطحه هم دفترونه ولري.

د «بنسټ» غټې موخې د افغانستان کلتوري وده، د تعلیم پراختیا، د فکر تولید، او مستحقو خلکو سره د مرسته کول دي چې د دې اهدافو د تحقق لپاره یې مهم او دایمي فعالیتونه په لاندې توګه شمېرل کېږي:

د پورتنیو فعالیتونه د ترسره کولو لپاره د اساسنامې د حکم له مخې عمومي مجمع، د مؤسسینو شورا، مدیره پلاوی او اجرائیه ریاست د بنسټ اساسي تشکیلات دي چې درې لومړي یې د بنیاد پالیسي جوړوونکی نقش لري او څلورم تشکیل (اجرائیه ریاست) د بنسټ د ټولو اجرایي چارو د پر مخ بېولو مسؤلیت لري. اجرائیه برخه په څو څانګو وېشل شوې چې د آرشیف او کلتور، تعلیمي، د رسنیو، د ستراتیژیکو مطالعاتو او خیریه څانګې یې د یادونې وړ دي. د آرشیف او کلتور څانګه د دوه جهادونو د اسنادو د خوندي ساتلو، د مستندونو او آثارو لیکلو، چاپ او خپراوي، د کلتور برخه کې فعالیت او نویو پېښو ثبتولو په اړه کار کوي چې د دې څانګې د تاریخ شعبې د همکارانو په مټ پر مخ ځي. تعلیمي څانګه ډېر ځوان نسل ته د سکالر شیپونو (بورسیو) په موندلو تمرکز کوي چې له دې لارې دننه په کور او نوره نړۍ کې هغو ته د وړیا او باکیفیته زده کړو زمینه مساعده کړي چې د هېواد په پرمختګ کې خپل سهم اجراء کړي. د رسنیو څانګه د آرشیف او کلتور څانګې سره په ګډه همکارۍ ځینې محتوایي ویډیویي مستندونه تولیدوي چې له یوې خوا زمونږ تاریخ په متحرک تصویر کې خوندي شي، له بل لوري په دې وتوانېږو د تېرې شل کلنې ناخوالې او د یرغلګرو کړي جنایات نورو ملتونو او نسلونو ته انتقال کړو. همدا رنګه د رسنیو څانګه هغو رسنیو ته هم پالیسي ټاکي چې بنسټ اړوندې دي. د ستراتېژیکو مطالعاتو څانګه د افغانستان په اړه د نورو هېوادونو سیاست او موقف ارزوي او همدا راز مهمې رسنۍ څاري چې زمونږ په اړه څه خپروي او څه ډول روایت جوړونه کوي. دا څار او تحلیل خپلو مشرانو سره شریکوي. همدا راز دا څانګه په میاشت کې یو ځل د بنسټ په تالار یا بل ټاکل شوي ځای کې په یوې ټاکلې موضوع بحث کوي چې د «پنل» او نورو ګډونوالو په شتون کې یې علمي او سیاسي ارزونه وشي. داسې بحثونو ته معمولاً یو مېلمه راغوښتل کېږي چې په اکاډمیک او تجربي لحاظ په موضوع برلاسی وي. د بنسټ خیریه څانګه د اړو او بېوسو افغانانو د لاسنیوي په موخه مرستې ټولوي چې د خپلو اړوندو نهادونو له لارې یې مصرفوي. د پورتنیو فعالیتونو نه علاوه بنسټ د ظرفیت ارتقاء په برخه کې هم کار کوي.