پرون د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غوڼډو په تالار کې د لوی مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د کتاب مخکتنې غوڼډه وشوه.
یاده غوڼډه چې د جلال خپرنیز بنسټ لخوا جوړه شوې وه ګڼ شمېر مخورو، علماؤو، لیکوالانو او ادیبانو ګډون په کې کړی و.
د غوڼډې په بهیر کې ډېرو ویناوالو د کتاب پر پانګه او د لوی مصلح ستر غازي پر شخصیت ارزښتناکې خبرې وکړې او له جلال خپرنیز بنسټ څخه یې مننه وکړه چې د کتاب په ترتیب کې یې رغنده رول لوبولی، چاپ چارې یې ترسره کړې او د مخکتنې پرتمینه غوڼډه یې جوړه کړې ده.
غوڼډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه او ورپسې د علومو اکاډمۍ مشر شیخ الحدیث فرید الدین محمود وینا وکړه. هغه وویل چې مولوي جلال الدین حقاني د سنګر او قربانۍ سړی و. د منصب لپاره لګیا نه و. د دین او ازادۍ لپاره یې دواړه ځلې جهاد وکړ او په دنیا کې یې مړ جهاد را ژوندی کړ.
د لوړو زدکړو علمي معین لطف الله خیرخواه بیا وویل چې حقاني صیب زما د تاثر له مخې یو جدي انسان و، صبر او زغم یې لره او هرې قربانۍ ته به یې ځان ورکوه.
څېړندوی سید محی الدین هاشمي وویل چې مرحوم مولوي صیب ته زه زیات احترام لرم او له خدای ج غواړم چې زما د عمر پدې وروستۍ برخه کې په راتلونکې کې له مرحوم حقاني صیب سره د خپلو تړل شویو خاطراتو یو کتاب ولیکم او چاپ یې کړم.
قاري عبدالستار سعید د کتاب پر منځپانګه او جوړښت زیاتې ارزښتناکې خبرې وکړې او د چاپ د غوره کیفیت او ښکلا یې زیاته ستاینه وکړه.
ویناوالو د کتاب د مخکتنې د ارزونې ترڅنګ د مرحوم مولوي صیب جلال الدین حقاني رحمه الله پر ژوند او ځانګړنو مفصلې خبرې هم وکړې.
د دې لپاره چې غوڼډه ستړې کوونکي نه شي، د ځینو ویناوالو له ویناوو وروسته د جلال خپرنیز بنسټ د تخنیکي ټیم لخوا ګډونوالو ته د حقاني رحمه الله د جهادي ژوندانه ژوندي انځورونه او ویډیویي صحنې ور وښودل شوې.
د لوی مصلح ستر غازي د مخکتنې غوڼډه له څو ساعتونو وروسته په دعاء سره پای ته ورسېده.