• سپتمبر 19, 2024

ننی نظام ولې او د چا له خوا تر نېوکو لاندې دی!؟

په اوسنۍ نړۍ کې موږه او تاسې د بېلا بېلو نظامونو او حکومتونو شاهدان یو، شاهي،مطلقه شاهي، جمهوریتونه، فدرالي او نورې بېلا بېلې بڼې…

په افغانستان کې له تېرو پنځو لسیزو راهېسې ګڼ نظامونه تېر شول، له ښېګڼو یې ستونزې او بدګڼې خورا زیاتې وې، غیر متمرکز اداري سیستم، سرزوري او له قانون نه حاکمیت یې سترې ستونزې او مشکلات ول.

په ګران افغانستان کې چې اوس مهال کوم نظام حاکم دی، دداسې حکومتونو موډل په ټوله اسلامي نړۍ کې نشته دی، ځکه چې د زرګونه ځوانانو په قربانۍ او سرښندونو باندې ترلاسه شوی دی او هر افغان پکې ځان په اسانۍ سره لیدلی شي.

د اوسني نظام د مشرانو او سرلارو پر وړاندې درسته کفرۍ نړۍ په یوې خوا او په خوا کې ورسره ځینې تش په نامه مسلمان هېوادونو هم غاړه وړله، خو ولې د رب په نصرت او د افغان مجاهد او مدین ولس په بې سارۍ قربانۍ سره یې وشو کړای ټولې کفرۍ نړۍ،ناټو او امریکا ته ماتې ورکړي، چې له سیاسي سربېره یې ترې نظامي ډګر هم په خورا لوړ مورال او افغانۍ غرور وګاته.

دا شل کله مبارزه د مادیاتو، مقام او منزلت لپاره نه بلکې په دې پاکه خاوره باندې د الله ج د مبارک کتاب او د اسلام مبارک دین بشپړ حاکمیت او په واقعي معنی سره دیوه اسلامي نظام راتګ ته وه، چې لله حمد دا ستره ارزو ددې ولس پوره شوله.

خو ولې چې اوس ددې سترې قربانۍ په ورکولو، د نړۍ کفري ځواکونو په ویستلو او د اشغال له خاتمې سره بیاهم ځېنې اشخاص،څېرې،ادارې او ادرسونه شته دی چې په یوه او بل نوم په وطن کې د تشدد پیدا کېدو او د یوه واحد او بشپړ حاکمیت پر وړاندې تش تبلیغات وکړي.
زموږه د تحلیل او ارزیابۍ له مخې دا ډله خلک چې دوی اوس په هېواد کې دحاکم نظام پر وړاندې ولې او څه لپاره نیوکې کوي په درې ډلو وېشل کېږي.
لومړی ګټګورۍ کې هغه خلک دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې د فساد او پیسو په ورکړې موُقف ترلاسه کړی وو او د همدې موقف او مقام څخه یې بې دریغه فساد کړی، دویمه ډله بیا د استخباراتي کړیو جاسوسان دي چې دوی ته په هره ټاکنه او پروژه کې نغدي پیسې، شباب او کباب رسېدل چې اوس پرې بندل شول، او وروستۍ یې بیا نا اهله غله، د مافیا بانډونه او مفسد اشخاص دي چې اوس مهال په بهر کې په کمپونو کې پراته دي د سوسیال پریمانه پیسې ورسیېږي د وطن او دین له غمه خبر نه دي خو صرف نیوکه یې د همدې لپاره ده چې ولې دی پکې نه پالل کېږي، ولې یې خبره نه اوریدل کېږي،چې د دوی ټوله ستونزه په افغانستان کې د اوس په څېر یو نظام او حکومت سره ده چې په یوه واحد غږ یې له شرق تر غربه او شماله تر جنوبه یو حاکمیت او یوه اراده ده.

زموږه ښه یاد شي، کله اوسنی ا.ا.ا نظام حاکم شوی و په اولو ورځو کې د ځېنو مرکزي ویاندویانو او لوړ رتبه مسوولینو په جار وویل چې عمومي عفوه شوې له هېواده بیرون تللي افغان وګړي کولای شي وطن ته ستانه شي د یوه عادي افغان په توګه ژوند کولای شي، خو ولې هېڅوک دې ددې خوب نه ویني چې ګواکې بیا به ورته منزلت او مقام ورکړل شي، ځکه دوی وطن او ولس ته ازموینه ورکړې، د ناټو او امریکا د بې دریغه پیسو او امکاناتو په شتون کې یې نه د اسلام مبارک دین او نه هم وطن ته یوه زره خدمت کړی بلکې په فساد او سلو مردارو معاملو ککړ دي.

اوس په لویه کې ویل شو چې هېڅ حقیقي افغان او مسلمان په داسې یوه نظام نیوکه نه کوي، چې هغه دې له تورخمه تر بولدکه او له هراته تر بدخشانه په ټول وطن او جغرافیه حاکم وي،اوس په هیچا ظلم نه کېږي، هېڅوک نه زورول کېږي، هېڅوک د هېچا دروازه نشي ټکولی او نه هم څوک په چا جبر او زیادت کولای شي.

ټولو افغانانو ته په کار ده چې اوس د یوه مستحکم اسلامي نظام د پایداره کېدو لپاره سره لاس ورکړي، خپلې غوښتنې، نظریات او پوښتنې د حکومت او نظام له مسوولینو سره شریکې کړي او په دغه برخه کې باور دی چې په هېچا د هېڅ راز سانسور ویره نشته دی.

تېر شوي مطالب ولولئ

‏ د لوی مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د کتاب مخکتنه!

نوي مطالب ولولئ

دلته عنوان لیکو

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور