• سپتمبر 19, 2024

د اسین ۴۲مه سرمشریزه نن په اندونیزیا کې پای ته ورسېده

د آسيان(د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو اتحاد) ۴۲مه سرمشريزه د مې په ۱۱مه نېټه د اندونيزيا په ختيځ \ کوچني سيلانيز ښار لابوان باجو کې پای ته ورسېده. د آسيان د نوبتي رئيسه هېواد، اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو په همدې ورځ د سرمشريزې د بريالي کېدو اعلان وکړ او پر غړو هېوادونو يې غږ  وکړ، چې يو له بل سره يووالی ټينګ کړي.
نوموړي له سرمشريزې وروسته په يوې خبري ناستې کې ټينګار وکړ، چې يووالی د آسيان د ګډو موخو د تر لاسه کولو، په سيمه کې د اقتصادي انکشافي مرکز د رامنځته کولو او سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ډېر اهميت لري.
د دې سرمشريزې په څنډه کې، د سیمه ایزو تادیاتو د پیوستون د پیاوړتیا، په تجارتي راکړو ورکړو کې د محلي اسعارو د کارولو د زياتوالي، د برېښنایي موټرونو د سامان الاتو د جوړښت او د آسيان د تشکيلاتي مهارتونو د لوړتيا په اړه يو لړ سندونه لاسلیک او خپاره  شول.

تېر شوي مطالب ولولئ

د افغانستان د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره مرکه – اوله برخه

نوي مطالب ولولئ

The Top 10 Best Computer Speakers in the Market

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور