• سپتمبر 19, 2024

‏ د لوی مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د کتاب مخکتنه!

پرون د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غوڼډو په تالار کې د لوی مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د کتاب مخکتنې غوڼډه وشوه.
‏یاده غوڼډه چې د جلال خپرنیز بنسټ لخوا جوړه شوې وه ګڼ شمېر مخورو، علماؤو، لیکوالانو او ادیبانو ګډون په کې کړی و.

د غوڼډې په بهیر کې ډېرو ویناوالو د کتاب پر پانګه او د لوی مصلح ستر غازي پر شخصیت ارزښتناکې خبرې وکړې او له جلال خپرنیز بنسټ څخه یې مننه وکړه چې د کتاب په ترتیب کې یې رغنده رول لوبولی، چاپ چارې یې ترسره کړې او د مخکتنې پرتمینه غوڼډه یې جوړه کړې ده.

غوڼډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه او ورپسې د علومو اکاډمۍ مشر شیخ الحدیث فرید الدین محمود وینا وکړه. هغه وویل چې مولوي جلال الدین حقاني د سنګر او قربانۍ سړی و. د منصب لپاره لګیا نه و. د دین او ازادۍ لپاره یې دواړه ځلې جهاد وکړ او په دنیا کې یې مړ جهاد را ژوندی کړ.

‏د لوړو زدکړو علمي معین لطف الله خیرخواه بیا وویل چې حقاني صیب زما د تاثر له مخې یو جدي انسان و، صبر او زغم یې لره او هرې قربانۍ ته به یې ځان ورکوه.

‏څېړندوی سید محی الدین هاشمي وویل چې مرحوم مولوي صیب ته زه زیات احترام لرم او له خدای ج غواړم چې زما د عمر پدې وروستۍ برخه کې په راتلونکې کې له مرحوم حقاني صیب سره د خپلو تړل شویو خاطراتو یو کتاب ولیکم او چاپ یې کړم.

قاري عبدالستار سعید د کتاب پر منځپانګه او جوړښت زیاتې ارزښتناکې خبرې وکړې او د چاپ د غوره کیفیت او ښکلا یې زیاته ستاینه وکړه.

‏ویناوالو د کتاب د مخ‌کتنې د ارزونې ترڅنګ د مرحوم مولوي صیب جلال الدین حقاني رحمه الله پر ژوند او ځانګړنو مفصلې خبرې هم وکړې.

د دې لپاره چې غوڼډه ستړې کوونکي نه شي، د ځینو ویناوالو له ویناوو وروسته د جلال خپرنیز بنسټ د تخنیکي ټیم لخوا ګډونوالو ته د حقاني رحمه الله د جهادي ژوندانه ژوندي انځورونه او ویډیویي صحنې ور وښودل شوې.

د لوی مصلح ستر غازي د مخکتنې غوڼډه له څو ساعتونو وروسته په دعاء سره پای ته ورسېده.

تېر شوي مطالب ولولئ

له پاکستاني سوداګرو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

نوي مطالب ولولئ

ننی نظام ولې او د چا له خوا تر نېوکو لاندې دی!؟

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور