• سپتمبر 19, 2024

یو سلام مې یوسه محمد خیر الابرار ته/ کامران

راشد کامران

یو سلام مې یوسه محمد خیر الابرار ته
وایه مې سلام د مدینې کلي او ښار ته

ووایه شیخینو ته حالات د شل کلن جهاد
مات مو کړل ښکرونه د دې عصر استکبار ته

ټولو شهیدانو د اُحد ته مې سلام دی
ور به شې حمزه او د جابر شهید پلار ته

یو سلام مې یوسه کورنیو د حجاز ته
دوس د اباهر، د ابوذر بني غِفار ته

دا جهان که ډک شي له بصري او له قرني نه
نه شي رسېدلای د وحشي د آس غبار ته

دور د فتنو دی، په سنتو مو منګولې دي
لاس مو اچولي دي سکروټو او انګار ته

مه باسه لښکر د محمد له یاده مه باسه
ډیرې دعاګانې کړه، کابل او قندهار ته

ذوق جدا جدا راشده، خلک به هر څه وایي
زه وایم چې ټول زور خدای ور کړی انتظار ته
راشد کامران
ذي القعده ۱۴۴۴

تېر شوي مطالب ولولئ

د پير محمد کاکړ په څو بيتونو کې د عشق او عقل جګړه

نوي مطالب ولولئ

د ۲۰۲۱ کال خاطره او د ازادۍ سهار

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور