• سپتمبر 19, 2024

د ملا اخترمحمد (منصور ) پیژندنه

د اسلامي امارت د نوي ټاکل شوي امیر ملا اخترمحمد (منصور ) رحمه الله پیژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم

(وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللهَ لَمَعَ المُحْسِنِينَ) [العنكبوت:(69)

الحمد لله رب العالمین ، والعاقبة للمتقین ، والصلاة والسلام علی سید الانبیاء والمرسلین ، قائد المجاهدین نبینا ومولانا محمد علیه افضل الصلوات والتسلیم وعلی آله وأصحابه ومن اهتدی بهدیه اجمعین وبعد.

په مجموع کې د جهادي صف قیادي شخصیتونه له ځانګړیو قیادي صلاحیتونو څخه برخمن وي .

هغوي ته ډیر وخت دا صلاحیتونه په موهوبوي شکل حاصل وي او کله یې هم د خپلو نورو جهادي مسؤلینو لخوا د روزنې او تربیې په مهال په کسبي ډول تر لاسه کوي .

جهادي قیادتونه د الله تعالی له دین سره د خپل اخلاص او فداکاري له وجې د الهي ځانګړي مرحمت ، نصرت او مهربانۍ مورد وي ، الله تعالی په دې اړه فرمايي :

(وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللهَ لَمَعَ المُحْسِنِينَ) [العنكبوت:(69)

د افغانستان اسلامي امارت چې په معاصر دور کې په نړیواله کچه د کفر او استبداد پرخلاف د جهاد او مبارزې یو مستحکم سنګر بلل کیږي تأسیسي قائدین یې لله الحمد په موهوبوي شکل د رهبري او مشرتابه له فوق العاده صلاحیتونو او مهارتونو څخه برخمن وي .

خپله د افغانستان د اسلامي امارت مؤسس مرحوم ملامحمد عمر (مجاهد) رحمه الله د قیادي صلاحیتونو یوه ژوندي مجموعه وه. نوموړي وکړای شول د جهاد او نړیوال کفر سره د مقابلې په ډګر کې د مسلمانانو د قیادت او رهبري صلاحیتونه په عملي ډول ځینو هغو مجاهدینوته تلقین کړي چې له ده سره په دې لاره کې د الله تعالی د نظام د حاکمیت لپاره ملګري ول.

امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د یوه پوځي قائد ترڅنګ د جهادي مدرسې د جهادي زده کوونکو (مجاهدینو) یو روحي او اخلاقي مربي هم و.

د نوموړي په قیادت کې عمري جهادې مدرسې ډیر داسې اشخاص تربیه اوروزلي چې هر یو یې دمسلمانانو د قیادت او د عصر په تر ټولو حساسو شرائطو کې د جهادي قیادت پوره وړتیا او صلاحیت لري.

په فکري او جهادي نهضتونو کې هسي هم تر شخصیاتو زیات محوري رول د مذهبي اساساتو وي، هلته هرڅه د جهادي اوفکري انګیزې له مخې تنظیم وي ، قرآني ارشادات او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو کارنامي د نهضت د لارویانو اساسي تګلاره وي .

په دا ډول نظریاتي تحریکونو کې د قائد او مشر تابه اساسي مسؤلیت د خپلو افرادو او پلویانو نظریاتي او اخلاقي روزنه او هغوی ته فکري انګیزه ورکول وي.

مرحوم امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) دطالبانو په نوم داسلامي تحریک په پیل او بیا داسلامي امارت د تأسیس په مهال د راتلونکي جهادي قیادت او رهبري لپاره مخکي ترمخکي یو شمیر داسي بابصیرته او د قیادي مشخصاتو لرونکي مجاهدین روزلي چې کولای شي د جهاد او مبارزې په سختو او حساسو شرائطو کې جهادي قافله په مطلوب ډول تر منزل مقصود پوري ورسوي.

داسې زړور او غیرتمن شخصیتونو چې له هرډول ستونزو سره د مخامخ کیدو په صورت کې نه د وارخطايي احساس کوي او نه د خطرناکو زماني او مکاني شرائطو تر اغیزو لاندې راشي .

د دغو بابصیرته شخصیتونو او د عُمري مدرسي د متانت لرونکو شاګردانو له جملې څخه یو هم د اسلامي امارت اوسني ټاکل شوی زعیم محترم ملا اختر محمد (منصور) حفظه الله دی چې په عملي ډول یې د اسلامي امارت د قیادت چاري د عالیقدر امیر المؤمنین په حیات کې پیل کړې او د هغه د وفات تر اعلان وروسته د اسلامي امارت د اهل الحل والعقد معتبرو اشخاصو، علماء کرامو ، جهادي مخورو او نورو ملي شخصیتونو لخوا د اسلامي امارت د نوي زعیم په حیث وټاکل شو.

سره له دې چې د اسلامي امارت نوی امیر په جهادي او تحریکي حلقاتو کې یوه پیژندل شوې جهادي څیره ده خو د دې لپاره چې د اسلامي امارت ټول مجاهدین او په اسلامي نړۍ کې د اسلامي امارت ټول مینه وال د جناب منصور صاحب له جهادي او قیادي شخصیت سره بشپړ تعارف حاصل کړي مناسبه بولو چې د نوموړي پر شهرت او معرفت باندې څو کرښې وکاږو.

الف : زوکړه یې

محترم ملا اختر محمد منصورد الحاج محمدجان زوی، په ۷ ۱۳۴هش ـ ۱۹۶۸ م کال د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور کلي کي زیږیدلی دی.

داچې د نوموړي کورنۍ د خپلې سیمې په کچه یوه متدینه اوعلم دوسته کورنۍ او جناب والد صاحب یې یو علم خوښوونکی شخصیت و ، نو د جناب منصور صاحب د سالمې روزنې لپاره یې هغه ته لومړنی انتخاب د دیني زده کړو ترلاسه کول و.

ب: زده کړې یې :

جناب منصور صاحب په اوه کلنۍ کې د خپل والد صاحب په لارښونه د خپلې سیمې ابتدايي مکتب او دخپل کلي مسجدکې ددیني زدکړوشعبي ته شامل کړای شو ، داچې پر نوموړي باندې له ماشومتوب څخه د پوهي ، ذکاوت او بصیرت علامې ښکاره وي نو د خپل پلار ترڅنګ د استادانو لخوا هم تر خاصې روزنې او پالنې لاندې ونیول شو.

نوموړي د خپل سرشاره علمي قابلیت له مخې وکړای شول په لیږ وخت کې خپلې لومړنۍ عصري اودیني زده کړې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي او د منځنیو دیني زدکړو د حاصلولو لپاره یې دعلم په طلب پوري دمسافرۍ لاره ونیوله اولویو مشهورو مدرسو ته یې مخه کړه چې هلته یې هم د خپل فطري ذکاوت او نیکو اسلامي اخلاقو له مخې د خپلې سویې په زده کوونکو کې د تر ټولو ځیرک او اخلاقي طالب امتیاز تر لاسه او منځنۍ زده کړې پایته ورسولې .

جناب منصور صاحب لا د لوړو دیني زده کړو مرحلې ته نه و شامل شوی چې د افغانستان سیاسي واک د کمونستانو لاس ته ولویده او افغان مجاهد ولس د هغوی پرخلاف اسلامي پاڅون وکړ.

ج: جهاد او سیاسي مبارزه یې :

په کال ۱۹۷۸م کې په افغانستان باندې د شوروي اشغالګرو تر تیري وروسته افغان مجاهد ولس د هغوی پرخلاف اسلامي مقاومت پیل کړ .

د شوروي یرغل په منځنیوکلونوکې چې جناب ملا اخترمحمد منصور د خپل عمر ځوانۍ ته ورسید او دامهال یې د شرعي زده کړو د تکمیل په غرض د زدکړو پاته مرحلې ته د شمولیت نیت درلود، دخپل جهادي احساس له مخې يې د شوروي اشغالګرو په وړاندې دمسلح جهاد په غرض خپلې زده کړې نیمګړې پري ښودلې

خودهغي زیاتي میني له امله چي له تحصیل سره یې درلوده چي کله به هم د جهاد له سنګرونو څخه راستون شو له خپلو خاصو استادانو څخه به یې پاتې سبقونه پیل کړل چي په همدي راسخ عزم سره یې خپلې شرعي زده کړې د وړې دورې په تکمیلولو سره د احادیثو تر لویې دوري پوري ورسولې اونور یې په نهايي ډول د دینې مدرسې پرځای دجهادي جبهې پر لوري مخه کړه .

محترم منصور صاحب چې هغه مهال یې تازه د خپل عمر دوهمه لسیزه پوره کړې وه د یوه تکړه او باشهامته ځوان په توګه دیوه غیرتي مجاهد په حیث یې په شعوري ډول له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په غرض د یرغلګرو شورویانو او داخلي کمونستانو په خلاف د وسله وال جهاد لاره ونیوله.

نوموړی په کال ۱۹۸۵ م كې د جهادي فعالیت لپاره د کندهار ولایت د مشهور جهادي قومندان شهید قاري عزیزالله جبهه دخپل جهادي سنګر په حیث غوره او د پنجوايي ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې یې د افغانستان په کچه د مشهور جهادي شخصیت الحاج ملامحمد حسن اخندڅوک چي داسلامي امارت په واکمنۍ کې دریاست الوزرا مرستیال و تر سرپرستي لاندې د شوروي اشغالګرو او داخلي کمونستانو پر خلاف جهادي فعالیت ته دوام ورکړ،د شهیدقاري عزیزالله جبهه دجهادي شخصیت مرحوم مولوي محمدنبي محمدي د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم پوري ملحق وه چي دقاري صاحب تر شهادت وروسته یي دقومندان ملا حاجي محمد اخند په مشرئ د جهادي شخصیت مولوي محمد یونس خالص په اسلامي حزب کې رسمیت ترلاسه کړ .

محترم منصور صاحب په کندهار کې د شوروي اشغالګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو پر خلاف په ډیرو پوځي عملیاتو کې فعاله برخه لرلې اویو ځلې په کال ۱۹۸۷ م کې دکندهارولایت دپنجوایې ولسوالۍ دسنزري په سیمه کې دروسانو په يوه ستراتیژیک مرکز باندي دمخامخ عملیاتو په ترڅ کې په داسي ډول زخمي شو چي بدن یې دیارلس ځایه خوږ و خو الله تعالی ورته شفاورکړه ،دوهم ځل بیا د۱۹۹۷ م کال دمی په میاشت کي داسلامي امارت په واکمني کې د مزار شریف په هوایې ډګر کې زخمي شو او په هغه زخمي حالت کې د مخالفینو لخوا اسیر هم شو.

د: د طالبانو په اسلامي تحریک کې یې تأسیسي رول

په کال ۱۹۹۲ م په افغانستان کې د کمونستي نظام تر سقوط او د اخلي جګړو پیلیدو وروسته جناب منصور صاحب د خپلې جبهې د نورو مخلصو مجاهدینو په څیر وسله پر ځمکه کیښودله او د واک پرسر دپیل کړل شوي ناروا جګړې په تداوم کې یې د هیچا پلوي و نه کړه .

منصور صاحب چې دا مهال یو نوم وتی مجاهد او د مجاهدینو په منځ کې له ښه شهرت نه برخمن و د یادې سیمې د نورو جهادي شخصیتونو او نظامي قومندانانو لکه مرحوم ملامحمد رباني ، شهید حاجي ملامحمد،او شهید ملا بورجان په څیر د خپل عادي ژوند په غوره کولو سره له هرډول تنظیمي فعالیتونو څخه لاس په سر او په ځینو علمي او تربیوي فعالیتونو مصروف شو.

په کال ۱۹۹۴ م کې د امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد لخوا د طالبانو په نوم داسلامي تحریک له تأسیس سره سم یې د دې تحریک په پرمخبیولو کې محوري رول ولوباوه.

نوموړي ته د ده د اداري او جهادي وړتیا له مخې د طالبانو د اسلامي تحریک د مشر له لوري یو شمیر مهم مسؤلیتونه وسپارل شول چې ځیني یې په لاندې ډول یادوو:

۱ـ په جنوب لویديخ زون کې د طالبانو داسلامي تحریک تر بریالیتوب او د کندهار ولایت تر نیولو وروسته د هغه اعتماد له مخې چې امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) د جناب منصور صاحب په اداري لیاقت او فعالیت باندې درلود نوموړی یې د کندهار ولایت د هوايي ډګر عمومي مسؤل وټاکه .

۲ـ د طالبانو په لاس د کندهار ولایت تر نیول کیدو وروسته په کندهار کي د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعي مسؤلیت ورته وسپارل شو.

۳ـ په کال ۱۹۹۶م کې د پلازمینی کابل ترنیولو وروسته د هوايي چلنداوسیاحت وزیر وټاکل شو .

۴ـ له وزارت سره هم مهاله دمرحوم امیرالمومنین د ځانګړي هدایت او حکم پر اساس د دفاع وزارت مربوط د هوايي مدافعې عمومي قومنداني مسؤلیت هم ورته وسپارل شو.

د افغانستان د هوايي چلند او توریزم وزارت په ساحه کې یې یو زیات شمیر عمراني او رغنیز فعالیتونه تر سره کړي چې په مختصر ډول یې د ځینو تذکر کوو:

هغه مهال چې کابل ښار د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغی په دې ښارکې د هوانوردي وزارت تأسیسات او مربوط ملکیتونه د داخلي جګړو له کبله سخت متضرر شوي ول.

محترم منصور صاحب د خپلې رغنیزې تګلارې له مخې د یاد وزارت اړونده زیان منې شوې الوتکې او د هغو هوايي ډګرونه له سره ترمیم اوبیا ورغول .

دا هغه مهال و چې اسلامي امارت له سختو اقتصادي ستونزو او نړیوالو محدودیتونو سره مخ و خو منصور صاحب په هماغو نامناسبو اقتصادي شرائطو کې لومړی د کابل بین المللي هوايي ډګر او د هغه اړوند تأسیسات ټول له سره ورغول او بیایې د آریانا افغان نړیواله هوايي كرښه د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره په نړیوال سټنډرډ برابره مجهز ه کړه.

د هغه په تعقیب د کندهار، هرات ، ننګرهار ، مزار شریف او قندوز ولایت هوايي ډګرونه د هرډول ملکي او پوځي الوتنو لپاره اماده او په پرمختللیو وسائلو مجهز کړل.

د اسلامي امارت په نظامي او ملکي برخو کې پر بیلابیلو رغنيزو خدمتونو سربيره د نوموړي تر ټولو ستره کارنامه داوه، چې دافغانستان ستره ملي شتمني ( هوایي ځواک) او د هغه اړوند الوتکې او ویجاړشوي هوایي میدانونه یي اکثریت ورغول.

د الوتکو او هوایې ډګرونو پر بیا رغوني سر بیره یې دافغانستان په دننه کې د شپې او ورځې لپاره د داخلي الوتنو سهولت برابر او له کلونو ځنډ وروسته یي په لومړی ځل په زرګونو افغاني حاجیانوته د اریانا افغان هوایي کرښې له لاري حج ته د تللو زمینه مساعده کړه.

افغانستان چې یو مهال یې د سیمې په کچه یو پرمختللی دفاعي هوايي ځواک درلود د روسانو د یرغل او تنظیمي جګړو له کبله تقریبا ټول فلج شوی او له کاره لویدلی و، تر دې چې ځیني الوتکې پرزه شوې او د اوسپنې په بیه پلورل شوې وې خو جناب منصور صاحب په خپلو نه ستړیو کیدونکو هلو ځلو هغه له کاره لویدلې الوتکې بیرته فعالې او د استفادې وړ وګرځولې.

محترم ملا اختر محمد منصور چې د اسلامي امارت د ټولې واکمنۍ پرمهال د هوایي چلند وزیر و د خپل وزارت پرمهال یې دافغانستان د ملکي هوايي چلند وزارت داحیاء او پرمخ بیولو په لاره کې ډیرې هلې ځلې وکړي .

غواړو د مشت نمونه يې خروار په توګه یې دلته مختصر یادښت وکړو.

جناب منصورصاحب دملکي هوایي چلندد ښې رهنمایي اودنړۍ دنورو هیوادونود ترانزیټ پروازونوچي دافغانستان له فضانه به تیریدل په خاطر د(ویست دستگاه) دافغانستان په بین المللي مشهوروهوایې ډګرونو لکه کابل، قندهار، ننګرهار، مزاراوهرات کي ځا ی پر ځای کړه چي اوس یې هم لیدونکي شاهدان دي، اوهغه مهال یې په میلینونو امریکایې ډالر دبهرنیو الوتکوله تیریدونه دټکس په ډول دافغانستان بو دیجي ته را تلل چي تر اوسه دوام لري د هغه مهال د افغانستان د هوانوردۍ وزارت اوهوایې مدافعې د یوه راپور له مخې د منصور صاحب د وزارت پرمهال خوا و شا ۴۴ بيلابيلْې ترانسپورتي الوتکې او جنګي چورلکې چې د جګړو پرمهال زیانمنې شوې او له الوتنې لویدلې وې له سره ترمیم او په ملکي هوایي چلند او هوایي ځواک کې د استفادي وړوګرځولې چې لنډ تفصیل یي په لاندې ډول دی .

ـــ هغه ۴۴ مختلف النوع الوتکې چې د منصور صاحب د وزارت پرمهال له سره ترمیم او رغول شوي عبارت دي له :ترانسپورتي الوتکې:
دری این 12 – څلور این32 – دوه این 26
جنګي الوتکې
اته جیت میګ21 – دری جیت سوM420 – پنځه جیت سو22
هلیکوپتر:
شپږ می 8 – اته می35 – پنځه ایل 39
له دې علاوه دملکي ترانسپورت اړوند یوه روسي ساخته 41 ډوله او یوه این۲۴)) اوداریاناافغان هوای شرکت امریکایي بوینګ الوتکي هم په خپل وخت کی په بهرنیو هیوادونوکي ترمیم اود استفادې وړ وګرځیدی

او دغه راز یي ۵روسي ساخته ترانسپورتي الوتکي په ازادبازارکې خریداري کړې وي .
په دې یوشمیرترمیم شویو اوخریداري شویوالوتکو سربیره هغه مهال افغانستان نورې هم په لسګونو روغې جنګي ، ترانسپورتي الوتکي او چورلکې درلودې چې د یوه بشپړ هوایي ځواک رول یي درلود او د فعالیت ښه بیلګه یې په کندز او ځینو نورو لیري پرتو سیمو کې دمجاهدینو دمحاصره ځواکونواو مختلفو لیري پرتومقدموجبهو او جنګي خطونوته دوام دا ره اکمال او هوایې مرسته بللای شواوهم دهیواد لویو ښارونو او له هیواده بهرته په منظم ډول دمساپر وړونکو الوتکو منظم بهیر و ، خو دامریکایانو په یرغل او دهوایي ډګرونو په بمبارولو سره دغه ملي شتمني په یومخیز ډول تباه او له منځه ولاړه .محترم ملا اخترمحمد منصور د اسلامي امارت د واكمني په مهال د جنرال مالک د غدارۍ له كبله په شمال کې څه باندي شپږ میاشتي بندي شو خو وروسته د الله تعالی په فضل هغه وخت بیرته ژوندی راخلاص شوچي جنرال مالک د جنرال دوستم په بیرته را څرګندیدوسره له فاریابه وتښتیده اوله بندیخانو څخه یې بندیانو ته د وتلو زمینه مساعده شوه .

د امریکایانو د یرغل په خلاف وسله وال مقاومت
په ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په اوومه نیټه په افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته محترم منصور صاحب د هغوی په خلاف مسلح جهاد پیل کړ .

د محترم منصور صاحب په جهادي ژوند کې د غه مرحله د ده لپاره له سختو آزمایښتونو او چیلنجونو ډکه دوره وه .

نوموړي ته د مرحوم امیر المؤمنین لخوا د اسلامي امارت د رهبري شوری پر عضویت سربیره د قندهار ولایت جهادي مسؤلیت هم وسپارل شو.

دا مهال د کندهار ولایت د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر د امریکایانو خلاف جهاد کې یو تکړه ، او ماهر جهادي مسؤل ته اړتیالرله ؛ ځکه امریکایانو د ټول جنوب لویدیځ زون په سطحه جنګي پلانونه له همدې ولایت څخه د مجاهدینو په خلاف طرح کول ، او همدا لامل و چې تر هلمند وروسته د ټول زون په کچه په قندهار ولایت کې زیات شمیر امریکايي، کاناډایي او نور بهرني یرغلګر ځای پرځای او تر بګرام وروسته لویه مرکزي اډه یې هم د کندهار ولایت په هوايي ډګرکې فعاله کړه .

خومنصور صاحب دخپل جهادي بصیرت له مخې په کندهار ولایت کې د ټولو موجودو خارجي یرغلګرو پرخلاف داسې جهادي پلانونه طرح کړل چې د هغوی د وخت مشهور پوځي جنرالان او نظامي ماهرین یې له مخنیوي او مقابلې څخه عاجز ول.

منصور صاحب په خپل جهادي ابتکار سره وکړای شول چې دګاونډیوو لایتونو دجهادي مسئولینو په مشوره او مرسته له کندهار څخه خپل جهادي پلانونه د ټول جنوب غرب حوزي په سطحه پلان ګذاري او پر قندهار سربیره د هغه په ګاونډ روزګان ، زابل او هلمند کې صلیبي یرغلګرو ته مرګوني ګوزارونه ورکړي.

په کال ۲۰۰۳ م او ۲۰۰۸ م کې د کندهار ولایت د مرکز ي محبس د مجاهدینو په لاس دوه ځلې خارق العادة ماتیدل چې له مخې یې په دواړه ځلي تر یونیم زر زیات اسیر مجاهدین د دښمن له اسارت څخه راخلاص کړای شول هم د منصور صاحب د مسؤلیت په مهال تر سره شول.

د اسلامي امارت د نائب په توګه

چي کله په۲۰۰۷ م کال کې داسلامي امارت پخوانی مرستیال الحاج ملا عبیدالله اخند اسیر شونومرحوم عالیقدرامیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصورداسلامي امارت له بل مرستیال محترم ملا برادراخند سره داسلامي امارت ددوهم مرستیال په حیث وټاکه او دا هدایت یې هم ورته وکړ چي کندهار ډیر مهم دی دهغه ولایت مشرتوب به هم نه پریږدي او دواړه دندي به پرمخ وړي

په کال ۲۰۱۰ کې هغه مهال چې د اسلامي امارت یو مرستیال الحاج ملاعبید الله اخوند د پاکستاني ځواکونو په اسارت کې شهید او بل مرستیال یې ملاعبدالغني برادر د امریکايي او پاکستاني مشترکو قواو لخوا د پاکستان په کراچي ښار کې اسیر کړای شو امیر المؤ منین ملامحمد عمر (مجاهد ) محترم منصور صاحب د اسلامي امارت د مرستیال او د امارت د ټولو چارو د عمومي مسؤل په توګه وټاکه .

دا هغه مهال و چې د اوباما لخوا افغانستان ته ۳۰۰۰۰ نوي اضافي ځواکونه را لیږل شوي او په افغانستان کې جهادي مقاومت له سترو ننګونو سره مخ وه .

ځکه د یرغلګرو تر یولک زیات په تر ټولو پرمخ تللیو وسلو مجهز خارجي ځواکونه د ۳۵۰۰۰۰ داخلي پوځیانو ترڅنګ له مجاهدینو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې په جګړه ول

له یوې خوا د نهایت حساسو امنیتي شرائطو له وجې د مقاومت د پوځي رهبري لپاره د اسلامي امارت امیر ملامحمد عمر (مجاهد) راڅرګندیدل ناشونی کار ګڼل کیده له بلې خوا په جهادي جبهه کې د پوځي او اداري قیادت تشه هغه څه ول چې دمقاومت پله یې په بشپړه توګه د دښمن په لور درنوله.

په مجاهدینو باندې پر پوځي فشار سربیره د دښمن لخوا نور سیاسي او تبلیغاتي فشارونو هم ډیر زیات شوي او د مقاومت په سنګرو کې یې ډیر شمیر جهادي چارواکي په شهادت رسیدلي ول اوګڼ شمیر مشران مسئولین اسیران ول .

په دغسي یو حساس وضعیت کې د مرحوم امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د صلیبي یرغلګرو په وړاندې د مجاهدینودسمبالښت مسؤلیت د محترم منصور صاحب په غاړه ور واچول شواوحتی بل مرستیال یې هم ورته ونه ټاکه. محترم منصور صاحب عملا وکړای شول چې دالله تعالی په نصرت اودرهبري شوری په مرسته د مقاومت په تر ټولو حساسو شیبو کې هغه په داسې ډول رهبري کړي چې مجاهدین په هیڅ ډول د عملي قیادت تشه احساس نه کړي .

هماغه و چې ۲۰۱۰م کال په افغانستان کې د صلیبي ځواکونو لپاره د هغوی په خپل اعتراف تر ټولو خونړی کال او مجاهدینو وکړای شول تر بل هروخت په همدي کال کې ډیر موثر او کاري ګوزارونه پر دښمن ترسره او په ترڅ کې یې خپله د دښمن په اعتراف ۷۷۰ تنه خارجي یرغلګر و وژني.

همدا راز مجاهدینو د منصورصاحب په قیادت کې وکړای شول چي له دښمن نه ډیري پراخي سیمي فتحه او منظمه اسلامي اداره پکې رامنځ ته کړي .

د امیر المؤمنین ملامحمدعمر (مجاهد) تر وفات وروسته 

په کال ۲۰۱۳ م داپریل په ۲۳چي کله مرحوم امیر المؤمنین وفات شو نو داسلامي امارت د رهبري شوری یو شمیر غړیو، جیدوعلماء کرامو ، په تیروڅوارلسو کلنو کې د مرحوم ملا محمدعمر (مجاهد) د ځانګړي قاصداو د نوموړي دائمي ملګروکوم چي د وفات تر وخته له نوموړي سره یوځای اوسیدل ټولو له منصور صاحب سره بیعت وکړ او نوموړی یې د اسلامي امارت د امیر په حیث تعین کړ .

دا چې ۲۰۱۳ کال د صلیبي اشغالګرو او له هغو سره مقاومت کوونکو مجاهدینو ترمنځ د مقابلې او زور آزمویلو وروستی کال و نو د اسلامي امارت د رهبري شورا مهمو قیادي اعضاوو اویوشمیرشویوخو علماءکرامو دا پریکړه وکړه چې اوس مهال د امریکاپه مشرۍ د صلیبي اشغال د زور ازمو یلو ورستۍ شیبي دي او ۲۰۱۴م برخلیک ټاکونکی کال چي اشغال ګرو د خپلو ځواکونو د پرشاتګ لپاره د وروستي زماني جدول په حیث تعین کړی په مخ کې دی نو د جهادي مصلحت او علماء کرامو د موافقې له مخې به دا غوره وي چي د مرحوم امیرالمؤ منین د وفات خبره دي له همدغو محدودوکسانو پرته بل چاته ښکاره نشي .

هماغه و چي دا اساسي راز په ډیر خارق العادته ډول د خاص جهادي مصلحت پر اساس د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې تر ۳۰ نیټې پوري پټ وساتل شو .

د اسلامي امارت د منتخب امیر په توګه

کله چې د روان ۱۴۳۶ هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۴ نیټه چې د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې له ۳۰ نیټې سره سمون خوري د اسلامي امارت د رهبري شوری له لوري د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وفات رسما اعلان شو.

منصور صاحب د مجاهدینو د لاښه اطمنان په خاطر د رهبري شوری غړواوعلماء کرامو ته د خپل برخلیک او د نوي زعیم د ټاکلوپه اړه اختیار ورکړ او داخبره یې ورته وکړه چي تاسو چي کوم شخص د زعیم په حیث غوره كوئ زه ما پري خوښه او موافقه ده .

هماغه وو چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري شوری اعضاوو ، د مشائخو او مخورو علماء کرامو په ګډون یوې غونډې چې د اهل الحل و العقد له اعتبار څخه برخمن ول په غونډه کې د محترم منصور صاحب له حضور اوموجودیت پرته تر اوږدو بحثونو ، مصلحت سنجولو او مشورو وروسته نوموړی د اسلامي امارت د نوي امیر په حیث وټاکه .

د اسلامي امارت د امیر په توګه د محترم ملا اختر محمد (منصور) له ټاکل کیدو سره سم د اسلامي امارت د رهبري شورا غړیو ، داسلامي امارت دټولو کمیسونونو مشرانو د قضاء او محاکمو عمومي مسؤلینو نظامي قومندانانو او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو جهادي مسؤلینو ، د نظامي کمیسیونونو مشرانو ، د هیواد علمي،ملي ، جهادي ، سیاسي او فرهنګي شخصیتونو او د اسلامي امارت ټولو وسله والو ځواکونو او ملکي چارواکو ټولو په یوه غږ د اسلامي امارت له نوي امیر سره بیعت اعلان کړ. دغو ټولو پوځي او ملکي لوريو او د هیواد ملي شخصیتونو خپل بیعتونه په صوتي او کتابتي بڼه د افغانستان د اسلامي امارت نشراتي څانګي ته ولیږل چې وروسته د هغوی لخوا د اسلامي امارت په مرکزي ویب پاڼې الاماره ویب سایټ کې هم نشر شول.

د نوي امیر په توګه تقرر یې د شریعت له نظره

علماء کرام او اسلامي سیاست پوهان په اسلام کې د زعیم دانتخاب لپاره تر ټولو سمه او غوره لاره د شوری یا اهل الحل والعقد لخوا څخه ټاکنه بولي د اهل الحل والعقد اطلاق په هغه ټولي کیږي چې په علم ، تجربې او هوښیارۍ لرونکو اشخاصو باندې مشتمل وي او معمولا د یوې شوری اطلاق ورباندې کیدلی شي.

د خلفاء راشدینو د ټاکل کیدو له بیلابیلو طریقو څخه په عمومي استنباط د شوری له لارې د زعیم ټاکلوته دری مرحلې معلومې شوي دي،چې لومړۍ دترشیح مرحله ، دوهمه د انتخاب او دریمه د بیعت مرحله ده.

ترشیح یا د مشرۍ لپاره نوماند کیدل به خپله د هغه کس لخوا څخه نه وي څوک چې زعیم ټاکل کیږي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

إنا والله لا نولي هذا العمل أحدا سألة , أو أحدا حرص عليه
)متفق عليه ) (اخرجه البخارى (7149 ) ومسلم ( 1733 )

ژباړه : په والله چې موږ به هغه څوک په دې( د مشرۍ په کار ) ونه ټاکو کوم چې خپله یې غواړي او یا یې حرص لري.

نو ترشیح به د بل چا لخوا یا د یوه تن وي لکه عمرفاروق رضی الله عنه چې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه لاس ونیو او د زعامت لپاره یي وړاندې کړاو بیا صحابه کرامو د امام په حیث انتخاب کړ او یا به د ډیرو کسانو وي لکه عمرفاروق رضی الله عنه چې له شهادت وړاندې څو صحابه د خلافت لپاره ونومول د هغو له منځه حضرت عثمان رضی الله عنه وټاکل شو.

ملا اختر محمد منصور صاحب هیڅکله ځان په خپله د مشرۍ لپاره نه دی نوماند کړی، بلکې نوموړی په لومړنۍ غونډه کې هم د مشرۍ لپاره د یوازیني کاندید په حیث د شورا لخوا نوماند شو او په دوهمه غونډه کې یي هم صراحتا شوری ته وویل چې زه د مشرۍ غوښتونکی نه یم بلکې د یوه مأمور په حیث خدمت مې زړه غواړي ، خو شوری نوموړی د زعامت د یوازیني وړ کس په حیث نوماند کړ، وروسته له اوږدو بحثونو نوموړی د همدې شوری لخوا چې په علماء کرامو،شیوخو او د اسلامي امارت د رهبري شوری په غړو مشتمله ده چې ټول د علم او جهادي تجربې خاوندان دي لخوا د زعیم په حیث انتخاب او ورپسې لومړی د شوری غړو ورسره بیعت وکړ او وروسته نورو مسئولینواو عامو مجاهدینو او مؤمنینو ورسره د بیعت لړۍ پيل کړه.

په دې توګه ویلی شو چې د نوموړي انتخاب په بشپړه شرعي طریقه شوی دی چې له همدې امله د هیواد له ساره او اوږده څخه په په نورو لکونوانسانانو سربیره سلګونو د قرآن او احادیثو مشائخو د نوموړي زعامت قبول کړ ، شرعي یي وباله او بیعتونه یي ورسره وکړل.

قیادي شخصیت یې

د افغانستان د اسلامي امارت نوی زعیم امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد (منصور) د اسلامي امارت په تأسیسي غړیو کې یو خورا مدبر، مؤثر او مسلط شخصیت ګڼل کیږي.

نوموړی په موهوبوي شکل د قیادت او رهبري له ځانګړو مشخصاتو څخه برخمن دی .

تقوی ، اخلاص ، جهادي بصیرت ، سیاسي درایت او د کارونو په عملي کولو کې اداري نظم یې کاري مشخصات دي .

محترم ملا اخترمحمد منصور صاحب د اسلامي امارت د اړونده جهادي فعالیتونو په تعقیب او تنفیذ کې د خپل جهادي رهنما مرحوم ملامحمد عمر (مجاهد) په نقش قدم روان دی ، د جهادي اهدافو تحقق، له خارجي اشغال څخه د هیواد خپلواکي ، او په هغه کې د شرعي نظام ټینګښت یې د جهاد او مبارزي اساسي هدف دی، د وامرهم شوری بینهم په اساس په کارونو کې د ملګرو سالمې مشورې په غورسره اوري، اهل کار کسانوته مسؤلیت سپاري او تر مسؤلیت سپارلو وروسته ورباندې پوره اعتماد کوي ،مسؤلو کسانوته تل پر ولس باندې د ترحم او خواخوږي سپارښتنه کوي .

پردې خبره ډیر ترکیز لري (( چي اسلامي امارت دټولو افغانانو ګډ کورده نو همداسي باید ټول خپل ځان پکي وویني ))

فکري او مذهبي لید لوری یې

محترم ملا اختر محمد منصور په مذهبي لحاظ د اهل سنت والجماعت پلوی او د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د مذهب مقلد دی .

د وخت او زمان د سیاسي جریاناتو په نزاکت ښه بلددی.

له نوموړي سره د مخامخ کیدو پرمهال سړی د ده سنجیده ګي ، وقار او متانت ښه درک کولای شي ، سادګي او بي تکلفي یې د ژوند ځانګړې مشخصه ده .

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو د سیرت له مطالعې سره خاصه دلچسپي لري ، له مجاهدینو سره د مخامخ کیدو په وخت کې له هغوي څخه د جهادي سنګرونو د پوځي پیښو اوجریاناتو اوریدو ته لیوالتیا لري.

له خپلو ټولو جهادي او اداري بوختیاووسره سره رسنۍ په ډیر دقت تعقیبوي ، جهادي لیکوالانو او د امارت فرهنګي اونشراتي کارکوونکوته د هغوي په نشراتي فعالیتونو کې خاصې مشوري او ځانګړې توصیې ورکوي .

ورځنۍ بوختیا او د ژوند ځیني خصوصي مشخصات یې

محترم منصور صاحب خپل ورځنی ژوند د قران کریم په تلاوت پیلوي ، له جهادي جبهاتو او نظامي مسؤلینو سره په دائمي تماس کې وي ، پر دښمن باندي پوځي پلان ګذاري شخصا تر خپل نظر تیروي او جهادي چارواکو ته د ولسي وګړو د ځان او مال د خوندیتوب او له هغوی سره په نیک برخورد ډیر تأکید کوي.

نوموړی د یوه پوځي مسلط قومندان په توګه له خپلو جهادي ملګرو ، د سنګر له مجاهدینو او عامو ولسي وګړو سره له درناوي او خواخوږي ډک چلند کوي ، په مجلس کې د علماوو، استاذانو او مشرانو د خبرو او شخصیت خاص احترام کوي ، او د شهیدانو د کورنیو او د هغوی د یتیمانو پالنې ته ځانګړې توجه لري ،په سیاسي امورو کې له ډیر احتیاط نه کار اخلي او په اړه یې داهل رایه ملګرو نظرونه اخلي .

په توپک باندي له نښې ویشتلو سره خاصه مینه لري ، د جهادي تمریناتو عملي کول د وخت ترټولو مناسب ریاضت(سپورت) ګڼي .

په خپله لیږخبرې کوي خو له نورو ډیرې اوري ، پاکې او پراخې جامې اغوندي ، په خوراک ، پوښاک او دژوند په نورو اړتیاوو کې له بذر او اصراف کولو څخه کرکه كوي.

د ژوند اساسي مشغله یې د جهادي چارو تنظیم او د هغوی جدي تعقیب دی ، په همدغه تنظیم او تعقیب کې ورځ ماښام ته رسوي .

تېر شوي مطالب ولولئ

د طالبانو د دوهم مشر ملا اختر محمد منصور په ژوند او مبارزې ليکلی کتاب چاپ شو.

نوي مطالب ولولئ

د ملا محمد عمر مجاهد ژوندلیک

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور