• سپتمبر 19, 2024

د ۲۰۲۱ کال خاطره او د ازادۍ سهار

مولوي ضیاءالحق حسان

د ماښام لمونځ مو د لرغوني غزني د غیږ په موی مبارک جامع جومات کې اداء کړ د لمانځه وروسته مو د یوحاجي صاحب کره ډوډۍ وخوړه د غزني مجاهد ؤلس خوښ بریښیده ځکه دوی هم تازه دفتحې اذان اوردیدلی ؤ دفرهنګي کمیسیون ملګرو مجلس لانور ښکلی کړی ؤ ملګرو پرلپسې رابطې کولې چې موږ د هیواد په پلازمینه کې قرار لرو موږ هم په تلوار له ډوډۍ ځانونه فارغ او په خورا بیړه مو دوه مټر دپلازمېنې په لور روان کړل د کابل او کندهار په لویه لار تلل راته نا اشنا ښکاریدل د مزل هره شېبه مو د لوی رب په تکبیرونو بدرګه کوله د شپې ۱۱ بجې کیدونکې وې چې میدان ښار ته ورسیدلو دلته ګڼ طالبان ولاړ ؤ لار یې بنده کړې وه نظامي کسانو ته اجازه نه وه څو دپلازمېنې په لور وخوځیږی موږ ته یې هم
اجازه رانه کړه او همدلته د پنځمې پلې لیوا په مسجد کې مو د فتحې دا شپه سبا کړه، سهار دآسمان کینارو ایله د سپیدو څرک وهلی ؤ چې د کابل په لور مو ګړندی مزل پیل کړ دا ځل فاتحو شازلمو کابل ته دتللو اجازه راکړه،
کله چې د کوټه سنګي سیمې ته ورسیدو مټر کې مو د عزیزي صیب نوې ترانه هم چالانه وه له سپینو بیرغونو سره د سرک په څنډه دمه شؤ دلته خلک زموږ په لیدو حیران شول دوی د زنده باد نارې وهلې او طالبان یې ښکلول.

ریښتیا عجیب سهار ؤ لږ وړاندې د دهمزنګ په چوک دمه شولو جاوید افغان صیب له خلکو سره لنډې مرکې وکړی دوی نوي نظام ته خوښ بریښیدل په وینا یې نن مو شپه له آرامۍ سره مل وه.

له دې ځای د راډیو ټلویژون په لور وخوځیدلو هلته
داسې مهال ورسیدلو چې ګڼ عسکر اسلحې په لاس او د تسلیمۍ لپاره یې د انتظار شېبې شمارلې موږ هم زر تر زره اسلحې ترې تسلیم او د تسلیمۍ کارتونه مو ورکړل.
د راډیو، ټلویژیون د تالار په دروازه کې څو شېبې دمه شولو جاوید صیب لنډ پیغام واورولو او د تکبیر ملکوتي چیغې د آسمان لور ته بدرګه شوې.

د راډیو، ټلویژیون له سټیج چاپیر شولو او ۇلس ته مو دامن پیغام ورسولو.

زما د ژوند او ۲۰۲۱ کال له ټولو غوره سهار یې بللی شو.

داسلامي نظام د استحکام په هیله.
د نشر په هیله

تېر شوي مطالب ولولئ

یو سلام مې یوسه محمد خیر الابرار ته/ کامران

نوي مطالب ولولئ

نظــرتاسې مجاهدین د خلقیانو ټنډې ور مچ کړئ

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور