• سپتمبر 19, 2024

په خوست کې د دریو امپراتوریو د تاریخي شکستونو څلي ودرول شول

۱۴۰۲/۰۶/۱۰
جلال بنسټ د خوست ولایت له اطلاعات او کلتور ریاست سره په همغږۍ او د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په همکارۍ په افغانستان کې د نولسمې، شلمې او یویشتمې پېړۍ په جریانونو کې د انګرېزي ښکیلاک، شوروي او ناټو یرغلګرو د ماتې په یاد او د افغاني مجاهدینو د بريالیتوبونو د قدردانۍ په اړه غونډه جوړه او رغولي څلي افتتاح کړل.

دا پرانیست‌غونډه چې په خوست ښار کې جوړه شوې وه، درې څلي (پر افغانستان د وخت د یرغلګرو کارول شوې وسله) ودرول شول چې د یرغلونو تاریخونه او د هغوی د وروستيو وتلو عسکرو عکسونه هم په تیږو کې حک شوي وو.

په غونډه کې انس حقاني وویل: “دا څلي د دریو یرغلګرو د شکست کیسې راته کوي او دا ملت ځکه ستر دی چې زموږ په اندازه د ځمکې پر مخ بل هیڅ ملت د خپلواکۍ لپاره دومره سترې قربانۍ نه دي ورکړې.”

په دې څلو کې په ترتیب د وروستي انګرېز ډاکټر برایډن، روسي بوریس ګروموف او امریکایي کریس داناهو عکسونه کښل شوي دي.

د دې تر څنګ له دغو یرغلګرو څخه د پاتې شویو وسایلو له جملې انګریزی توپ او روسي او امریکایي ټانکونه کېښودل شول چې راتلونکو نسلونو ته د تاریخي یادګار په توګه پاتې شي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه: “دا دی موږ ته خدای دا ورځ را پیرزو کړه چې د دریو تجاوزونو د ټانکونو او توپونو د جنازو پر سر ولاړ یو او د بریا دا ستره ورځ نمانځو.”

دغه راز یې د خپلو مسوولیتونو په اړه په خبرو کې یادونه وکړه چې “موږ ته د هغو سترو انسانانو شهیدانو ارمانونه را پاتې دي چې د تحقق دروند بار یې را په غاړه دی.”

انس حقاني د غونډې په پای کې د داخلي عفوې، ورورولۍ، ملي وحدت، هېوادني پرمختګ او له نړۍ سره د تعامل په اړه خبرې وکړې او و یې ویل چې تر دې وروسته افغانان هم باید د نړۍ د نورو ملتونو په څېر علم، د ژوند اسانتیاوې او تولیدات ولري.

غونډه داسې مهال پای ته ورسېده چې نندارې ته له ایښودل کېدونکو یادګارونو څخه پردې پورته کړل شوې.

تېر شوي مطالب ولولئ

د افغانستان په زړه پورې انځورونه

نوي مطالب ولولئ

ددریو یرغلونو وروستي عسکر شلمه پېړۍ

نظر څرګند کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور